د جنوري ۲۷مه نېټه د جنترۍ له مخې د چين د نوي کال له درېيمې ورځې سره برابره ده،خو چينايان د نوي ډول د کورونا ويروس له امله د رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنترول لپاره ډېرې هڅې کوي. شک نه لري چې دا له عامه امنيتي بحران سره د چين د مقابلې توان او د اداري توان ازموينه ده.
د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د چين حکومت په پر له پسې توګه دولتي اداري سيستم بشپړ کړی او خپل اداري توان يې پياوړی کړی دی. د يادې ناروغۍ مخنيوی او کنترول هرو مرو د چين د اداري توان يوه نوې ازموينه ده.
خلک ويني چې د دې ناروغۍ د خپرېدو پر وړاندې چين يو لړ تدبيرونه نيولي دي. دا د پاملرنې وړ ده چې له قوانينو سره سم د انفلوېنزا مخنيوی د دې انفلوېنزا د مخنيوي او کنترول په بهير کې بنسټيز ضمانت لرونکی رول لوبولی دی.په عين وخت کې د چين حکومت پر رڼو او عادلانه اصولو باندې ټينګار کړی او پر وخت يې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنترول په باب معلومات وړاندې کړي چې دا له دې انفلونزا څخه د خلکو د وتلو باور د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبولی دی.
که څه هم اوس دغه مبارزه لاهم روانه ده او حالت يې سخت دی. خو چين بايد په دې مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي او د حالاتو له بدلونونو سره سم دې خپلې تګلارې تنظيمې کړي تر څو په دې ازموينه کې بری ومومي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |