CRI Online

يوه الوتکه د افغانستان په قلمرو کې ولوېده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-27 21:18:36

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د افغانستان د اريانا افغان هوايي شرکت يوه الوتکه د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د دغه هېواد په غزني ولايت کې لوېدلې ده. د غزني ولايت وياند خبر ورکړ چې دغه پېښه پر ځايي وخت د جنورۍ د ۲۷مې نېټې د ماسپښين په يوه بجه او لسو دقيقو وشوه او دغه الوتکه يوه بوينګ الوتکه ده. د روسيې يوې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې په دغه الوتکه کې ۸۳ کسان سپاره و.

خو د اريانا افغان هوايي شرکت په ټولنيزې رسنۍ کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغه شرکت ټولې الوتکې عادي دي او دغه الوتکه ښايي د نورو شرکتونو الوتکه وي. تر اوسه د دغې الوتکې په اړه هيڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوياو د لوېدو لامل يې هم نه دی په ډاګه شوی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای