CRI Online

د امريکا پوځ د دې خبر پخلی وکړ چې يوه پوځي الوتکه يې په افغانستان کې لوېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-28 10:29:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا پوځ د جنوري په ۲۷مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دوی دE-11A ډول يوه الوتکه په همدې ورځ د افغانستان په غزني ولايت کې لوېدلې ده ، خو داسې هېڅ ښکاره ثبوت نشته چې دغه الوتکه دې د دښمن له خو نسکوره شوې وې.

په همدې ورځ د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې وسله والو طالبانو په همدې ورځ د غزني ولايت په يوه سيمه کې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې يوه الوتکه نسکوره کړې چې له دې امله يې ګڼ شمېر امريکايي سرتيري او د دې ادارې ځيني لوړ پوړي چارواکي وژل شوي دي. له لوېدو نه مخکې يادې الوتکې د دې ولايت څارنه بوخته وه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای