CRI Online

د م م سرمنشي: د نوي ډول د کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره د چين له هڅو څخه ټينګ ملاتړ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-28 10:31:26

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې په م م کې د چين دايمي پلاوي خبر ور کړی چې د جنوري په ۲۷مه نېټه په م م کې د چين دايمي استازي لوی سفير جانګ جون د م م له سرمنشي انتونيو ګوټريس سره وکتل او ور ته يې د نوي ډول د کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په باب اړوند معلومات وړاندې کړل.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت اړوند کارونو ته په درنه سترګه ګوري.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې برخه کې مهم هدايت ور کړی دی. چين تل د خلکو اړتياوو او ګټو ته پاملرنه کوي او په چټکۍ سره يې قوی تدبيرونه نيولي او په ټول هېواد کې يې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنترول لپاره اړوند سيستم جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د چين حکومت په مسؤلانه رويه سره له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ کړې او تر خپلې وسې پورې يې د ناروغانو د درملنې او د دې انفلوېنزا د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.اوس د يادې انفلوېنزا مخنيوی او کنټرول په کليدي پړاو کې دی. چين توان او پوره باور لري چې له دې انفلوېنزا سره په مبارزه کې بری ومومي.

ګوتريس وويل چې م م په دې کليدي وخت کې د چين له حکومت او خلکو څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره همکارۍ او مرستې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای