د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين صدراعظم محمد اشتيه د جنوري په ۲۷مه نېټه د اردن سيند په لويديځه غاړه رام الله ښار کې وويل چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلو د حل وفصل لپاره د امريکا د تش په نامه د سنټوري تړون له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده ، نو نړيواله ټولنه بايد دغه تړون رد کړي.
نوموړي د فلسطين د کابينې په يوه نوبتي غونډه کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد د امريکا د جرم شريک ونه ګرځي او فلسطين د تش په نامه دغه سنټوري تړون ردوي. ځکه چې دغه تړون له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او امريکا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز بهير د عادلانه منځګړيتوب په توګه خپل کريډټ او اعتبار له لاسه ور کړی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |