CRI Online

د ناروغۍ وقايه او کنټرول د بشري حقونو د ساتنې يوه نښه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-28 20:46:28

نوی کورونا ويروس د خپرېدو په درشل کې دی ، چينايان له هر ډول ناروغۍ سره په مبارزه کې متحد دي ، خو يو شمېر لوېديځو رسنيو پر چين نيوکه کړې چې ياده ناروغي يې "له پامه غورځولې" او حتی "له بشري حقونو څخه په سرغړونه" يې کورن کړی دی.دوی چين د بشري حقونو په نوم بدنام کړی او خپل طبي اخلاق يې له لاسه ورکړي دي.

د چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د تبصرې په خپرولو سره وويل چې د ساري ناروغۍ وقايه او کنټرول د بشري حقونو د ساتنې عکس دی.دا د چينايانو يووالی دی او هغه اهميت منعکس کوي چې دوی يې د بشري حقونو له ساتنې سره تړاو بولي ، د ځينو لوېديځو رسنيو تورونه د دوی رواني ستونزې او پر بشري حقونو د دوی واقعي تېري کول هم منعکس کوي.

په ياده تبصره کې ويل شوي چې د کورونا ويروس دا نوې ناروغي د خلکو ژوند او روغتيا لپاره مستقيم ګواښ دی. لکه څنګه چې طبي کارپوهان وايي ، د وقايې او کنټرول يوه مهمه ستراتيژي د خلکو تګ راتګ او راشه درشې کمول دي ، له دې لارې د ويروس د لېږد لارې قطع کېږي او په اغېزمنه توګه د نورو کسانو د ناروغېدو مخنيوی کېږي. په تېرو څو ورځو کې ، د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د چين بېلابېل تدبيرونه نه يوازې د چينايانو خونديتوب او روغتيا ساتنه کوي ، بلکې د نړيوالې عامه روغتيا او خونديتوب لپاره هم ډېر اړين دي او د ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره له نړيوالو مقرراتو سره سمون لري. له همدې امله نړيوالې ټولنې د يادې ناروغۍ په برخه کې د چين لخوا د وقايې او کنټرول اقدامات تاييد کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای