CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د نوي ډول کورونا ويروس د وقايې او کنترول د حالاتو په اړه د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره اړيکه ونيوله

cri     (GMT+08:00) 2020-01-29 15:11:08

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په سهار د دغه هېواد د عامې روغتيا له وزير فيروز الدين فيروز سره ټلېفوني خبرې وکړې او د نوي ډول کورونا ويروس د وقايې او کنترول د حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. د همدې ورځې په ماسپښين د دغه وزارت معين د چين په سفارت کې له لوی سفير وانګ يو سره وکتل او د دغه ويروس له امله يې چين ته د خواشينۍ او همدردۍ مراتب وړاندی کړل. د چين د سفارت د سياسي څانګې مدير جانګ لي جون، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د طبي معلوماتو رياست رئيس عطأ الله سيدزي او د وقايوي طب رياست رئيس بشير حميد هم په دغه کتنه کې ګډون درلود.

لوی سفير وانګ يو د دغه ويروس د خپرېدو نوي حالات او د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تدبيرونه ورسره شريک کړل. نوموړي وويل، چې د چين حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنترول کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځله په دې اړه مهم حکمونه ورکړي او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو هم په دې اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې ده. په دغه غونډه کې پريکړه شوې چې د دغې کمېټې لخوا له ويروس سره د مقابلې د لارښوونې ګروپ جوړ شي، څو د دغه ويروس پرضد د مبارزې لپاره د ټولو هېوادوالو يووالی پياوړی کړي. همدارنګه، د چين سفارت هم افغانستان ته د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره تدبيرونه نيولي او غواړي چې په دې برخه کې د افغانستان له اړوندو خواوو سره نژدې همکارۍ وکړي.

وزير فيروزلدين فيروز د دغه ويروس حالاتو ته پاملرنه څرګنده کړه او د دغه ويروس له امله د مړه شويو کسانو په اړه يې د خواشينۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل. هغه وويل، چې که چين اړتيا ولري، افغانستان به تر خپلې وسې پورې ورسره مرسته وکړي او د دغې ستونزې د ليرې کولو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

معين فدامحمد پيکان وويل، چې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په هکله د چين لخوا پلي شوي تدبيرونه اغيزمن رول لوبولی دی. هغه د دې ستاينه وکړه. افغانستان غواړي د ويروس د وقايې په برخه کې له چين سره همکارۍ وکړي او پر وخت اړوند معلومات يو له بل سره شريک کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای