CRI Online

امريکا د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه (( د پېړۍ طرحه )) وړاندې کړله

cri     (GMT+08:00) 2020-01-29 15:25:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د تش په نامه د فلسطين او اسرائيلو د مسئلو د حل لپاره د پېړۍ طرحه وړاندې کړله. فلسطين د دې طرحې په بحث کې ګډون نه وکړی او په څرګنده توګه يې د دې طرحې له ټولو محتوياتو سره محالفت او رد کړي دي.

ترمپ د همدې ورځ په غرمه د اسرائيل صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره په سپينې ماڼۍ کې د يادې طرحې د څو برخو محتويات خپاره کړل. ترمپ وويل، په دې طرحه کې (( حقيقي دوه هېوادونه )) پلان وړاندې شوی، بيت المقدس د اسرائيل د نه بېلېدونکې پلازمېنې په حيث منل شوی او دا هم راغلي چې فلسطين په راتلونکي کې به د ختيځ بيت المقدس په څنډو کې پلازمېنه جوړه کړي. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای