د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۲۸مه نېټه وويل چې د نړيوالو کارپوهانو ډله به ژر تر ژره چين ته ولېږل شي څو چې د نوي ډول کورونا ويروس د خپرېدو د حالاتو په اړه لا نور معلومات تر لاسه کړي او د دې ويروس د نړيوالې وقايې او کنترول لپاره لارښوونې وړاندې کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي، د دې سازمان عمومي مشر داکتر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس، چې اوس له چين څخه په ليدنه بوخت دی، د چين له حکومت سره سلامشوره کړې ده. دواړو خواوو موافقه کړې چې د روغتيا نړيوال سازمان ژر تر ژره د نړيوالو کارپوهانو ډله چين ته ولېږي، څو چې له چين سره يو ځای د نوي ډول کورونا ويروس د خپرېدو د حالاتو په اړه لا نور معلومات تر لاسه کړي او د دې ويروس د نړيوالې وقايې او کنترول لپاره لارښوونې وړاندې کړي.
په ياده اعلاميه کې دا هم راغلي چې د روغتيا نړيوال سازمان پلاوي د دې ويروس د وقايې په برخه کې د چين د تدبيرونو لوړه ستاينه وکړه، د دې په شمول چې ويروس يې ژر معلوم کړی او د روغتيا له نړيوال سازمان او نورو هېوادونو سره يې معلومات شريک کړي دي. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |