CRI Online

د شي ځانګ په اړه د امريکا لايحه د چين په داخلي چارو کې څرګنده لاسوهنه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-30 17:37:34

د امريکا استازو جرګې پر ځايي وخت د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د شي ځانګ تګلاره او ملاتړ کوونکې لايحه تصويب کړه. د امريکا دغه کړنه له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اساسي مقرراتو څخه جدي سرغړونه ده ،د امريکا دغه لايحه د " شي ځانګ بېلتون غوښتونکو" ته غلطه نښه ورکوي او د شي ځانګ مسئلې په کارولو سره د چين په کورنيو چارو کې د امريکا د مداخلې او د چين د خاورو بشپړتيا ته زيان رسولو په اړه د ځينو امريکايانو طرحه په بشپړه توګه افشا کړې ده.

د شي ځانګ مسئله قومي او مذهبي مسئله نه ده او نه هم د بشري حقونو مسئله ده، بلکې دا د چين د حاکميت او د خاورو د بشپړتيا په اړه عمده مسئله ده. د شي ځانګ چارې په بشپړ ډول د چين داخلي چارې دي او چين به هېڅ بهرني ځواک ته د مداخلې اجازه ورنه کړي. د امريکا د استازو جرګې لخوا تصويب شوې د شي ځانګ لايحه نه يوازې د نړيوالې ټولنې د عامه افکارو له نظر څخه سرغړونه ، بلکې په نړيوال قانون کې د نه لاسوهنې له اصل څخه هم سرغړونه کوي. د " شي ځانګ بېلتون غوښتونکو" ملاتړ نه کولو ژمنې هېڅ اغيزه نه لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای