CRI Online

چين به د خپلو خلکو پر مټ د نوي کورونا ويروس مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-30 19:30:20

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې ملت ته مهمې لارښوونې وکړې او زياته کړې يې ده چې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په سخت حالت کې د خلکو ګټې تر ټولو مهمې دي، موږ بايد د عامو خلکو پر مټ د نوي کورونا ويروس خپرېده پای ته ورسوو. لکه څنګه چې ځينو د انټرنېټ بهرنيو استفاده کوونکو ويلي، له چين څخه پرته د نړۍ بل هېواد نشي کولی چې په دومره لنډ وخت کې د دې ويروس د وقايې او کنترول لپاره په ټول هېواد کې يوه بشپړه شبکه جوړه کړي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تيدريس ادهانوم غيبريېسوس د جنورۍ په ۲۸مه نېټه وويل، د دې ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين سرعت دومره چټک او پيمانه يې دومره لويه ده چې ساري يې په نړۍ کې کم ليدل کېږي او تجربه يې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده. په عين وخت کې د فرانسې د روغتيا چارو وزير جيروم سالومون د چين ميډيا ګروپ د خبريال پوښتنو ته په ځواب کې وويل، د خلکو د تګ راتګ د کمولو په پار د چين تدبيرونه ډېر لازم او مهم دي.(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای