د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د اسرائيلو صدراعظم نتانياهو د جنوري په دېرشمه نېټه په مسکو کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حل وفصل لپاره د امريکا د تش په نامه د پېړۍ معاملې په هکله خبرې اترې وکړې.
د اسرائيلو خبري رسنيو خبر ور کړ چې صدراعظم نيتانياهو په دې خبرو اترو کې د روسيې ولسمشر ته د دې معاملې په باب معلومات وړاندې کړل.د اتارتاس خبري اژانس د خبر له مخې په دې هکله چې ايا روسيه له دې پلان څخه ملاتړ کوي او که نه؟ د دې هېواد د ولسمشرۍ مطبوعاتي سکريتر پيسکوف وويل چې روسيه به پر دې پلان څېړنې ته ادامه ور کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |