د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا حکومت د جنوري په دېرشمه نېټه په ذروي چارو کې له کړو ژمنو څخه د سرغړولو په پلمه د ايران د اټومي انرژۍ پر سازمان او د دې سازمان پر رئيس د بنديزونو لګولو اعلان وکړ.
د ايران مسئلې په هکله د امريکا ځانګړی استازي براين هوک په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې دغه اعلان وکړ او يې ويل چې د ايران د اټومي انرژۍ سازمان خپلې کړې ذروي ژمنې پوره نه کړې او د دې سازمان رئيس علي اکبر صالحې د نوي ډول سنټر فيوژونو د نصبولو مشري کړې تر څو د ايران د يورانيمو د غني کولو توان پياوړی شي.
د ايران لوري وويل چې د امريکا دغه کړنه سياسي لوبه ده او ايران به خپلو د ذروي پروژو پلي کولو ته ادامه ور کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |