CRI Online

د چين حکومت په ترانسپورتي وسيلو کې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره څو تدبيرونه نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-31 14:19:12

په چين کې به د پسرلني اختر رخصتي به ژر پای ته ورسيږي او ګڼ شمېر چينايان به له خپلو ټاټوبيو څخه کاري ځايونو ته لاړ شي.د چين د ترانسپورت وزارت،د اورګاډي او هوايي چارو ادارو د ترانسپورتي وسيلو له لارې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره مخشصې لايحې جوړې کړې دي.

د چين د روغتيايي چارو دولتي کميټې د جنوري په دېرشمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه .د چين د ترانسپورت وزارت وياند وو چون ګنګ په دې خبري ناسته کې وويل چې د پسرلني اختر رخصتي به ژر پای ته ورسيږي او د کسانو ترمنځ د تګ راتګ څپه به هم رامنځته شي، خو شمېر به يې ثابت وي. د چين د ترانسپورت وزارت به په دوامداره توګه په ترانسپورتي وسيلو کې ميکروبونه تعقيم کړي او د روغتيايي چارو شمول له اړوندو څانګو سره به په ترانسپورتي ځايونو کې د ياد ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د مسافرينو د وقايې او څارنې کارونه تر سره کړي او د دې ترڅنګ به د وو هان ښار په شمول ځينو ځايونو کې د ترانسپورتي وسيلو د کنټرول لپاره ځايي څانګو ته لارښوونه وکړي. هغه وويل،د ترانسپورتي ليږد راليږد تم ځايونه ډېر دي او له ډېرو ځايونو سره تړاو لري او په ترانسپورتي وسيلو کې تل ډېر کسان تګ راتګ کوي،خو د ترانسپورتي کارکوونکو ځاني ساتنه کمزوری ده چې دې کار په ترانسپورتي وسيلو کې د کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره چلنجونه جوړ کړي دي.په دې موقع کې مونږ هم هيله لرو چې ټول وګړي په معقوله توګه خپل سفرونه ترتيب کړي، تر خپلې وسې پورې تګ راتګ کم کړي او يا په نوبتي توګه سفرونه وکړي.

د چين د اورګاډو دولتي شرکت د مسافرينو د ليږد راليږد مسئول هوانګ شين وويل چې د پسرلني اختر په موده کې ډول ډول کسان راغونډ شوي او د کورونا ويروس د خپرېدو ننګونه ډېر شوې چې له امله يې د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي دندې ډېرې درنې دي. هغه وويل چې د چين د اورګاډو بېلا بېلو څانګې به د پخوانيو اغيزمنو تدبيرونو پر بنسټ د اورګاډي په سټېشنونو کې د ياد ويروس د خپرېدا د مخنيوي او کنټرول کارونه پياوړی کړي او په دې برخه کې به تر خپلې وسې پورې هڅې وکړي. هغه وويل ، د کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول له غوښتنې سره سم د بېلا بېلو کچو د سيمه ييزو ګوندي کميټو او حکومتونو د ترتيباتو له مخې د مسافرينو د بدن حرارت معلوموو. که هغه مسافرين چې تبه لري، پيدا کړو، سمدلاسه به يې څارمرکزونو او يا ځايي روغتيايي څانګو ته وليږو. د دې ترڅنګ که په اورګاډي کې همدغه مسافرين پيدا کړو، نژدې روغتيايي څانګې ته به يې انتقال کړو. سربېره پردې مونږ په اورګاډي او اړوندو سټېشنونو کې د ميکروبونو د تعقيم کارونه هم تر سره کوو او د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي کارونه پياوړي کوو او په عمده توګه د اورګاډي په لويو سټېشنونو کې د ميکروبونو تعقيم زياتوو. دغه راز د هغو مسافرينو د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره چې له تشخص شويو ناروغانو سره يې نژدې تماسونه نيولي ، د بېلا بېلو کچو له ځايي حکومتونو سره همکاري کوو.

د چين د هوايي چارو ادارې د معياري پروازونو څانګې مشر جو تاو وويل چې د الوتکو په وسيله د دې ويروس د خپرېدا کمښت په هوايي چارو کې د اوسنيو کارونو مهم ټکي دي. مونږ به د الوتکو د الوتلو په بهير کې د هوا د جريان اندازه زياته کړو او په الوتکو کې به د ميکروبونو تعقيم ډېر کړو.

سربېره پردې د چين د اورګاډي او هوايي چارو څانګو هم له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې لپاره څرګنده لايحه جوړه کړې ده. که په اورګاډي او الوتکو کې داسې مسافرين پيدا کړي چې تبه يې ولري ، سمدلاسه به بېړنۍ لايحه غوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای