CRI Online

د منځني ختيځ د سولې په اړه د امريکا نوې طرحه د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-31 14:50:19

زياتو فلسطينيانو د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د اردن سيند پر لويديځه غاړه د رام الله ښار په څنډه کې د منځني ختيځ د سولې په اړه د امريکا له نوې طرحې سره د مخالفت لپاره مظاهره وکړه.

همدارنګه، ايران د دغې طرحې له خپرېدو وروسته ورسره ټينګ مخالفت څرګند کړ. ايران په دې اند دی چې دغه طرحه کې د فلسطينيانو غوښتنو ته پام نه دی شوی او دا يو چل او تزوير دی. د ايران د لوی مذهبي مشر د بهرنيو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه تهران کې يو ځل بيا پر دغې طرحې نيوکه وکړه. نوموړي وويل، چې اوسمهال منځنی ختيځ له سختو ستونزو سره مخامخ دی او د امريکا او اسرائيلو ناوړه موخه به تر سره نه شي. د فلسطينيانو يووالی بې ساری دی او دغه طرحه به ناکامه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای