د بريټانيا او اروپايي ټولنې تر منځ د شوی تړون له مخې ، بريټانيا به پر ځايي وخت د جنورۍ د ۳۱مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو په رسمي توګه له اروپايي ټولنې څخه ووځي . بريټانيا په تاريخ کې لومړنی هېواد دی چې له اروپايي ټولنې څخه وتلی او ټولې پروسې يې شاوخوا درې نيم کاله ونيول . د جنورۍ ۳۱مه نېټه د بريټانيا لپاره له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پای دی او د بريټانيا او اروپايي ټولنې تر منځ د راتلونکو اړيکو د پيل ټکی هم دی.
وروسته له هغه چې بريټانيا په رسمي ډول له اروپايي ټولنې څخه وځي ، د انتقال ۱۱ مياشتنۍ موده به سمدستي پيل او د دسمبر په ۳۱مه نېټه به پای ته ورسېږي.په انتقالي موده کې به بريټانيا او اروپا د راتلونکو اړيکو په اړه خبرې پيل کړي چې له هغې څخه د ازاد تجارت تړون لاسليکول لومړيتوب لري، خو د عامه افکارو په اند د انتقال ۱۱ مياشتو موده د ازاد تجارت د خبرو اترو لپاره ډېر کم وخت دی او هغه څه چې دواړه خواوې يې په اړه خبرې کولی شي لاهم نامعلوم دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |