CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان وروستۍ پرېکړه پر چين د بې باورۍ په مانا نه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-31 19:02:41

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس پر ځايي وخت د جنورۍ د ۳۰مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ او ناڅاپي عامه روغتيايي پېښه ده. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د دې سازمان نوې پريکړه پر چين د بې باورۍ په مانا نه ده. بلکې د روغتيا نړيوال سازمان د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د چين پر توان باور لري او دغه سازمان چين ته د سفر او يا له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د نه کولو وړانديز نه کوي.

اوس د نوي کورونا ويروس د خپرېدو سرعت چټک دی. په داسې حالت کې ،د روغتيا نړيوال سازمان وروستۍ پرېکړه د ويروس د مخنيوي لپاره د نړيوالو سرچينو د تحرک کولو او هغو هېوادونو ته چې په کې د روغتيا سيسټمونه کمزوري دي او د عامې روغتيا توان يې کافي نه دی، د اړينو نړيوالو مرستو د برابرولو لپاره ګټوره ده څو په نړۍ کې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی وشي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای