CRI Online

پاکستان به له چين څخه ټينګ ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-01 14:43:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنوري په ۳۱مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره تليفوني خبرې اترې وکړې.

قريشي تر هر څه لومړی صدراعظم لي که چيانګ ته د پاکستان صدراعظم عمران خان نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کول او ويې ويل چې پاکستان د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره د چين له هڅو څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې تر خپلې وسې پورې له چين سره هر ډول مرستې وکړي. پاکستان به په نژدې راتلونکې کې د خپلو پوځي الوتکو په وسيله چين ته مرستندويه مالونه وليږي.په دې موقع کې پاکستانيان له چينايانو څخه ټينګ ملاتړ کوي او باور لري چې د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې به چينايان هرو مرو په دې مبارزه کې بری ومومي.

وانګ يي صدراعظم عمران خان ته د صدراعظم لي که چيانګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړلې او ويې ويل چې د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د چين حکومت په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره جدي تدبيرونه نيولي دي. چين پوره باور او توان لري چې په دې مبارزه کې بری ومومي.په دې ستونزمن موقع کې د پاکستان له ملاتړ څخه مننه کولو او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ ښکارندويې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای