د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د سنا مجلس چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح قضيې د څارنې دنده پر غاړه لري، د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د شواهدو راټولو وړانديز رد کړ ، پدې معنی چې د سنا مجلس به د دغې قضيې د څارنې په وخت کې شاهدانو ته بلنه ورنه کړي او اسناد به ونه ګوري.
په هغه ورځ کې د رايي ورکولو پايله داسې چې د ۵۱ مخالفو رايو په مقابل کې ۴۹ موافقې رايي چې په اساسه توګه د ګوندونو له مخې ويشل شوي. د جمهوريت غوښتونکي ګوند دوه تنه د ديموکرات ګوند په خوا کې د شواهدو راټولو غوښتنه وړاندې کړه. د سنامجلس د اکثريت ګوند مشر مک کونيل وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سنا مجلس غړي به په دغه قضيه کې له دواړو خواوو سره بحث وکړي او په راتلونکو څو ورځو کې به استيضاح پای ته ورسوي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |