له دري نيمو کالونو وروسته بريتانيا پر ځايي وخت د جنورۍ په ۳۱مه نېټه په رسمي توګه له اروپايي ټولنې څخه په وتلو وتوانېده.
د بريتانيا د پارلمان په ډګر کې په زرګونو خلک دغه تاريخي شيبه ونمانځله که څه هم د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسون د نوې زمانې د پرانيستلو اعلان وکړ، خو د بريتانيا او اروپا تر منځ د اړيکو او د چيپولتيکس د بدلونونو له امله رامنځته شوي ډېر ثباتوالی د انديښنې وړ دي.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د جنورۍ په ۳۱مه نېټه په خبرداري سره وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل پر دغې ټولنې يو ګوزار دی، خو يو تاريخي خبرداری هم دی. بايد د اروپايانو هڅونه وشي چې يوه لا نوره قوي او اغيزمنه اروپايي ټولنه جوړه شي او اروپايي ټولنه اصلاحاتو ته اړتيا لري.
د موافقې له مخې دواړه خواوې د يوولسو مياشتو لپاره انتقالي موده لري چې د روان کال د دسمبر په ۳۱مه نيټه به پای ته ورسيږي. په دې موده کې به بريتانيا او اروپايي ټولنه په راتلونکې کې د خپلمنځي اړيکو په هکله خبرې اترې وکړي چې د ازادې سوداګرۍ په هکله تړون تر ټولو مهم دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |