د چين د هو بۍ ولايت د وو هان په ښار کې د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د هو شن ګان روغتون به د فبرورۍ په دويمه نېټه او د لې شن شان روغتون به د فبرورۍ په پنځمه نېټه د استفادې وړ شي. ايا په لسو ورځو کې دغه روغتونونه جوړېدای شي؟ دغه دوه نوي روغتونونه به په وو هان ښار کې د نوي ډول کورونا ويروس د اخته شويو ناروغانو د درملنې لپاره څومره رول ولوبوي؟
د جنورۍ د يو دېرشمې نيټې تر څليرويشتو بجو پورې د هو بۍ ولايت د وو هان په ښار کې د کورونا پر ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۲۱۵ تنو ته رسيدلی دی. په دغو نويو روغتونونو کې به د ناروغانو د درملنې لپاره شاو خوا۲۳۰۰ کټونه ځای پر ځای شي. په دې سره به د ناروغانو ډېر مشکلات حل او په دې برخه کې به اساتياوې رانتځته شي. د درملنې لپاره ډېر زيات مشکلات حل کولی شي.
د پلان له مخې د وو شن شان روغتون به د فبرورۍ په دويمه نېټه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په دې مانا دی چې د دغه روغتون جوړول د جنورۍ په ۲۳مه نېټه يوازې په لسو ورځو کې کارونه بشپړ شوي. د لې شن شان روغتون د جوړولو کارونه د جنورۍ په ۲۶مه نېټه پيل شوی او يوازې په پنځو ورځو کې ۶۰سلنه برخه يې جوړه شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |