CRI Online

وانګ یي له خپل الماني سیال سره تلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-02 14:54:26

د روانې میاشتې د لومړۍ نیټې په شپه د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي له خپل الماني سیال ماس سره تلېفوني خبرې وکړې.

ماس د نوي کورونا ویروس پروړاندې د چین مبارزې او هڅونو څخه ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل چې د چین حکومت لخوا عمل شوی ازاد ، شفاف ، همکارانه چلند او قوي او مؤثر اقدامات د ستاینې وړ دي. الماني اړخ چین ته یو څه اندازه بیړنۍ اړتیا وړ طبي مرستې برابرې کړې دي او چمتو دی چې د چین د اړتیاوو سره سم نورې مرستې هم ترسره کړي.

وانګ یي له دې امله مننه وکړه او د یاد ویروس د مخنیوي او کنټرول په برخه کې وروستي پرمختګونه یې معرفي کړل. هغه ټینګار وکړ چې د چین حکومت نه یوازې د چینایي خلکو ژوند او روغتیا ته پاملرنه کوي، بلکې د نړۍ د عامې روغتیا د ساتلو لپاره یې خپلې هڅې هم کړې دي. په چین کې د آلماني اتباعو روغتیا او ژوند تضمین دی. موږ باوري یو چې د ناروغۍ مخه به ژر ونیسو. چین چمتو دی چې د آلمان په ګډون له نړیوالې ټولنې سره همکاري پیاوړې کړي، دا هیله هم لرو چې آلمان به د ناروغۍ پیښې وضعیت او د چین وقایوي کارونو ته په معقول او عاقلانه ډول وګوري او د روغتیا نړیوال سازمان لخوا ورکړل شويو معتبرو وړاندیزونو ته اهمیت ورکوي ترڅو چې د چین او المان ترمنځ عادي تبادلې اغیزمنې نه شي.

ماس وویل چې المان به د چین سره د ناروغۍ د ننګونو په اړه تماسونو ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای