د فبرورۍ د دويمې نيټې په سهار په وو هان ښار کې د هو شن شان روغتون بشپړ او جوړ شو او د دغه ښار د ښاروال جو شيان وانګ او د لوژيستيک ګډو ځواکونو د مرستيال قومندان بای جونګ بين لخوا يې د بشپړېدو اسناد لاسليک شول. له دې څخه څرګنديږي چې د هو شن شان روغتون په رسمي توګه د ملي پوځ طبي کارکوونکو ته وسپارل شو.
د چين د مرکزي پوځي کميټې د رئيس شي جين پينګ په منظورۍ سره د ملي پوځ ۱۴۰۰ طبي کارکوونکي به د فبرورۍ په درېيمه نېټه په وو هان ښار کې د هو شن شان روغتون پر کورونا ويروس د اخته ناروغانو د درملنې کارونه پيل کړي.
د دغه روغتون د جوړولو کارونه د جنورۍ په ۲۳مه نېټه پيل شوي وو او د فبرورۍ په درېيمه نېټه به ناروغان ومني. دغه روغتون د زرو کټونو لرونکی دی او د لوژيستيک د ګډو ځواکونو ۹۵۰طبي کارکوونکي په دې روغتون کې روغتيايي خدمتونه تر سره کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |