په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس د خپرېدو له امله د دغه ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره جدي تدبيرونه نيول شوي دي چې د کسانو د تګ راتګ او د راغونډېدو حالت تر ډېره کم شوی دی. نو د چين د پسرلني اختر په رخصتۍ کې په دوکانونو، رسټورنټونو، سينماګانو او سيلانيزو ځايونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته. نو د چين اقتصاد د پرمختګ په اړه د انديښنو سبب شوې. په واقعي توګه خلک له کورونو څخه د انلاين سوداګرۍ له لارې په عادي ډول کارونه، زده کړې او مصرف کولی شي.
په دې وروستيو ورځو کې د چين انلاين سوداګرۍ د توکو پلورلو او په ځانګړې موده کې د بازارونو لپاره فعال رول لوبولی او لوبوي يې. په همدې وخت کې د ګرځنده ټليفون په وسيله د ويډيوګانو، مستقيمو خپرونو، انلاين لوبو او ښوونېزو چارو په شمول چارو هم ډېر پرمختګ کړی چې يو ډول د کورني اقتصاد د پرمختګ هڅونه ورسره شوې ده.
اوسمهال چينايان لا هم له ويروس سره په مبارزه بوخت دي او امکان شته چې دا به د لنډې مودې لپاره پر اقتصاد پرمختګ منفي اغيزې ولري. خو د ډجيټلي اقتصاد د چټک پرمختګ سره سره به دغه منفي اغيزې تر ډېره کمې شي. يو ستر چيني بازار لا هم شتون لري او په اوږده راتلونکې کې د چين اقتصاد د بې کيفيته پرمختګ بنسټيز شرايط نه دي بدل شوي. چين د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي توان او پر ځان باور لري او د خپل اقتصاد دايمي او ثابت پرمختګ به وساتي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |