د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا او طبي چارو کميټې د فبرورۍ په دويمه نېټه خبر ورکړ چې د فبرورۍ د لومړۍ نيټې له صفر بجې څخه د روانې مياشتې د دويمې نيټې تر ۲۴بجو پورې د ۳۱ ولايتونو، د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې ښارونو او کورواکو سيمو له راپورونو سره سره د کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۲۵۹۰ ته رسيدلی دی. د فبرورۍ د ۲مې نيټې تر ۲۴بجو پورې د هېواد ۳۱ ولايتونو، د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د ښارونو او کورواکو سيمو د ناروغۍ وضعيت راپورونه ورکړی چې له مخې يې د کورونا پر ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر ۱۴۳۸۰ ته رسيدلی دی.
د چين په هانکانګ، مکاو او تايوان کې ۳۱تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |