CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاُوروف سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-02 16:59:13

د سين هوااژاس ن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د فبروري په لومړۍ نيټه د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاُوروف سره ټلېفوني خبرې وکړې.

سيرګي لاوروف وويل چې روسيه د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي او وقايي په ترڅ کې د چين د حکومت د اغيزمنو تدبيرونو لوړه ستاينه کوي او باور يې څرګند کړ چې د دغې ناروغۍ ګواښونه به ژر ليرې او ختم شي. پرون د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د خواخوږۍ تلګرام ليږلی او پکې يې څرګنده کړې چې روسيه په چين کې د کورونا ويروس په وړاندې د چين له کارونو څخه پوره ملاتړ کوي او ورسره به اړينې طبي مرستې وکړي، د ساري ناروغۍ د مخنيوي په باره کې د کارپوهانو ډلې به چين ته وروليږي او د دغې ناروغۍ د واکسين او درملنې درملو د څيړنې په برخه کې به ور سره همکارۍ وکړي.

وانګ يي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د خواخوږۍ له پيغام څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د ټينګ باور او په نوې زمانه کې د چين او روسيې تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو دوستانه اړيکو لوړه سويه څرګنديږي. د چين خلک اوس په ګډه د کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره مبارزه کوي او د دغې مبارزې د برياليتوب توان او پدې باور لري.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای