CRI Online

د عراق ولسمشر د مخابراتي چارو پخوانی وزير محمد توقيف علوي د نوي صدراعظم په توګه وټاکه

cri     (GMT+08:00) 2020-02-02 17:06:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق ولسمشر برهام صالح د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د مخابراتي چارو پخوانی وزير محمد توقيف علوي ته د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.

علوي به په راتلونکو دېرشو ورځو کې کابينه جوړه کړي او د کابينې د غړيو نوم ونو لېست به پارلمان ته وړاندې کړي. علوي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې اقتصاد به دوباره اباد کړي، له فساد سره به مبارزه وکړي او د کابينې پر جوړولو باندې د بېلا بېلو سياسي ډلو اغيزې به له منځه يوسي.

ژباړونکې:ډ‌ېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای