CRI Online

کاناډا: دوی به د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د يوې بېړنۍ دولتي روغتيايي پېښې په توګه ونه بولي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-02 19:21:17

د چين د مرکزي تلويزيون ويبپاڼې د خبر له مخې کاناډا په دې وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې دوی به د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د يوې بېړنۍ دولتي روغتيايي پېښې په توګه ونه بولي او دغه هېواد ته د هغو بهرنيانو ورتګ به منع نه کړي چې چين ته يې سفرونه کړي دي. د کاناډا صدراعظم جاستين ترودو د فبروري په لومړۍ نېټه د پسرلني اختر د نمانځنې په يوه فعاليت کې ګډون وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د دې ناروغۍ له امله په سپک نظر سره ځينو وګړو ته کتل د منلو وړ نه دي.

د دې هېواد د روغتيا وزيرې پاتي هاجدو د جنوري په ۳۱مه نېټه هم وويل چې کاناډا به د امريکا په شان د هغو بهرنيانو د ورتګ مخنيوی ونه کړي چې چين ته تللی وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای