CRI Online

د چين د روغتيا او طبي چارو کميټه: د نوي کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو ناروغانو شمېر ۲۸۲۹ ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 09:37:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د چين د روغتيا او طبي چارو کميټې څخه معلومات تر لاسه کړي، چې د فبرورۍ د ۲مې نېټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې د دې هېواد د ۳۱ ولايتونو، د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې ښارونو او کورواکو سيمو او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ له راپورونو سره سم د نوي کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمير ۲۸۲۹ تنو ته رسيدلی چې پکې ۱۸۶ سخت ناروغان شته او ۵۷ ناروغان تازه مړه شوي دي،د ۱۴۷ تنو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي. پر ۵۱۷۳ تنو د دغې ناروغۍ د اخته کيدو شک کېږي.

د فبرورۍ د ۲مې نېټې تر ۲۴ بجو پورې د هېواد ۳۱ ولايتونو، د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې ښارونو او کورواکو سيمو او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د ناروغۍ وضعيت راپورونه ورکړي چې له مخې يې د نوي کورونا پر ويروس د اخته شويو ناروغانو شمير ۱۷۲۰۵ تنو ته رسيدلی دی چې پکې ۲۲۹۶ سخت ناروغان شته او ۳۶۱ ناروغان مړه شوي دي، د ۴۷۵ تنو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي. پر ۲۱۵۵۸ تنو د دغې ناروغۍ د اخته کېدو شک کېږي.

د چين په هانکانګ، مکاو او تايوان کې ۳۳ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای