د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي ، د چين صدراعظم او د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د لارښوونکې ډلې مشر لي که چيانګ د فبرورۍ په ۲مه نېټه د دې لارښوونکې ډلې د غونډې مشري وکړه. هغه د ناروغۍ د وقايې او کنټرول او د بازار د عرضې او تقاضا د تضمين لپاره د ځينو ولايتونو کارونه تنظيم کړي څو د هو بې ولايت په تېره بيا وو هان ښار او شاوخوا کليدي سيمو کې د طبي موادو د برابرولو توان پياوړی کړي.
غونډې غوښتنه وکړه چې ټولې سيمې او څانګې بايد په جدي توګه د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې لارښوونې پلې کړي ، سيمه ييز مسؤليتونه او د ويروس د وقايې او کنټرول توان پياوړی کړي، په ښه توګه د دمخه د کشف ، ژر راپور ورکول ، ژر جلا کول ، ژر تشخيص او ژر درملنه ترلاسه کولو اقدامات پلي کړي څو له ساري ناروغۍ سره مبارزه کې برياليتوب ومومي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |