د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن حکومتي پوځ د فبرورۍ په ۲مه نېټه په حديده ښار( Hudaydah) کې د حوثيانو يو بې پيلوټه الوتکه وغورځوله.
د يمن حکومتي پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يادې الوتکې په همدې ورځ د حديده په جنوب دوراهمي ( Duraihemi ) سيمه کې غوښتل چې د حکومتي پوځ پر هډه بريد وکړي، خو د حکومتي پوځ د هوايي پوځ لخوا په بريالۍ توګه وغورځول شوله. تر اوسه حوثيانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |