CRI Online

مارګاريت چان فونګ فو چون: چين نړيوال مسؤليت پر غاړه اخيستی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 11:25:18

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ او ناڅاپي عامه روغتيايي پېښه ده. د دې سازمان پخوانۍ عمومي مديرې مارګاريت چان فونګ فو چون د فبرورۍ په دوهمه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د ځانګړې مرکې په وخت کې وويل چې له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې چين نړيوال مسؤليت پر غاړه اخيستی او پر وخت يې د معلوماتو شريکولو له لارې د نوي کورونا ويروس د مخنيوي او څېړنې په برخه کې شفاف خدمتونه کړي دي.

مارګاريت د مرکې په وخت کې وويل چې اوس نوی کورونا ويروس په چټکۍ سره خپرېږي ، خو د ويروس په اړه ډېر توضيحات لا ډېرې مطالعې ته اړتيا لري. هغې دا هم وويل چې له يادې ناروغۍ سره په مبارزه کې د چين حکومت هڅې د نړۍ د ستاينې وړ دي. ټولو ته معلومه ده چې چين پر وخت د روغتيا نړيوال سازمان ته د ناروغۍ په اړه د وضعيت شفاف راپور ورکړی دی. چيني ساينس پوهانو ډېر ژر د ويروس جين تاييد کړ او د روغتيا نړيوال سازمان له لارې يې نړۍ سره شريک کړ. دې کار د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره مرسته کړې ده. چين نړيوال مسؤليت پر غاړه اخيستی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ د ۳۱مې نېټې په سهار اعلان وکړ چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ او ناڅاپي عامه روغتيايي پېښه ده. مارګاريت چان فونګ فو چون د دې سازمان د پخوانۍ عمومي مديرې په توګه خپلې نظريې شريکې کړې. هغې وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې د چين له حکومت سره نژدې اړيکې ساتلي او د دې مسئلې په اړه يې بحثونه کړي دي. د روغتيا نړيوال سازمان د پرېکړې لامل پر چين د بې باورۍ په مانا نه ده،بلکې د نړۍ د عامې روغتيا امنيت ډاډمن کول دي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس څو ځلې پر دې ټينګار وکړ چې هغه د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ او د چين له حکومت څخه د دوی د کړنو په خاطر مننه وکړه کوم چې نه يوازې دا يې تضمين کړې چې ياده ناروغي به د چين نورو ولايتونو ته نه خپرېږي ، بلکې په بهر کې يې هم د ويروس د خپريدو مخنيوی کړی دی.

مارګاريت چان فونګ فو چون په خپلو خبرو کې وويل چې د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په بهير کې نړيوالې همکارۍ ته هم اړتيا ده . د بېلابېلو هېوادونو ساينس پوهان به په ګډه کار وکړي ترڅو د نوي کورونا ويروس هغه ساحې کشف کړي چې تراوسه نه دي پېژندل شوي او د واکسينونو پراختيا ګړندۍ کړي. اوس په چين کې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ترټولو مهم کار د حکومت لخوا د ترتيب شويو اقداماتو پلي کول دي کوم چې په هره کچه ښه پلي کېدو ته اړتيا لري. هر کس بايد خپل مسؤليتونه پر غاړه واخلي ، د حکومت غوښتنو ته ځواب ووايي او په ګډه له يادې ناروغۍ سره مبارزه وکړي. نوموړې له ټولو چينايانو څخه غوښتنه وکړه چې که تاسو واقعيا غواړئ د ناروغۍ له منځه وړلو کې برخه واخلئ ، نو مهرباني وکړئ له حکومت سره همکاري وکړئ او په افواهاتو باور مه کوئ. اوس په چين کې د ساري ناروغۍ وضعيت لا هم سخت دی، خو حکومت د طبي توکو د راغونډولو لپاره کوښښونه کوي او په وو هان ښار کې تازه جوړ شوي روغتون کې د ناروغانو درملنه کېږي او ګام په ګام به د بسترونو د کموالي ستونزه حل شي.

مارګاريت چان فونګ فو چون د مرکې په پای کې وويل چې طبي کارمندان ډېر سخت کار کوي. په ناروغۍ نه اخته کېدل د دوی لپاره لوی ملاتړ دی. چين به تاسو ته د محافظتي اکمالاتو چمتو کولو لپاره هراړخيزې هڅې وکړي. دا د هېواد لپاره ستونزمن وخت دی ، خو نوموړې باور وښودې څومره چې موږ متحد او يوموټي يوو ، هغومره موږ ژر کولی شو له ويروس سره مبارزه کې بريالي شوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای