CRI Online

پومپيو قزاقستان ته د امريکا او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د نوې ستراتيژي په هکله معلومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 11:30:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر قسيم جومارت توکايف او د دې هېواد د لومړۍ دورې پخواني ولسمشر نورسلطان نظربايف د فبرورۍ په ۲مه نېټه په جلا جلا توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزير پومپيو سره خبرې اترې وکړې، هغه چې له قزاقستان څخه اوس په ليدنه بوخت دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت، د اقتصادي، سيمه ييزو او امنيتي همکاريو د زياتولو په برخو کې يې د نظريو تبادلې وکړې. 

پومپيو په يادو خبرو اترو کې وويل، امريکا د قزاقستان د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو د پلان فعاله ستاينه کوي. د امريکا په اند، دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاريو او د نړيوالې سولې د ساتنې په برخو کې باوري همکاريزې اړيکې لري.

توکايف په خبرو اترو کې د امريکا او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د « C5+1» د ډيالوګ ميکانيزم ستاينه وکړه، زياته يې کړه وې ويل د قزاقستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ټينګښت او د اقتصادي، پانګونې او د IT په برخه کې همکارۍ ډېرې مهمې دي. توکايف همدا رنګه اعلان وکړ چې د افغانستان مسئلې په برخه کې د قزاقستان ځانګړی استازی به وټاکي جوړ کړي څو چې د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي او د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي.(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای