CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د ويتنام کمونېست ګوند مرکزي کميټې ته د دغه ګوند د جوړېدو د ۹۰مې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 14:07:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د فبرورۍ په ۳مه نېټه د ويتنام کمونېست ګوند د جوړېدو د ۹۰مې کاليزې په مناسبت د دغه هېواد د کمونېست ګوند مرکزي کميټې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

په پيغام کې ليکل شوي چې له ۹۰ کلونو راهيسې د ويتنام د کمونست ګوند په مشرۍ د دغه هېواد خلکو په بريالۍ توګه ملي يووالی او ازادي ساتلې او د سوسياليزم د ابادۍ په برخه کې يې نوي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. موږ باور لرو چې د عمومي منشي نګوين پهو ترونګ په مشرۍ د ويتنام د کمونېست ګوند مرکزي کميټې تر قوي رهبري لاندې به د دغه هېواد کمونېست ګوند او خلک خامخا د ګوند مشرتابه پياوړی او سوسياليستي نظام بشپړ کړي او له غوره پايلو سره به د ويتنام ۱۳م ملي کانګرس تر سره کړي.

د چين کمونېست ګوند د ويتنام له کمونېست ګوند سره دوستانه همکاريزو اړيکو ته تل په درنه سترګه کتلي او غواړي د دغه هېواد له کمونېست ګوند سره ستراتيژيکې اړيکې نورې هم ټينګې کړي ، متقابل سياسي باور ورسره پياوړی کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لارښوونه او د سوسياليزم د پر له پسې پرمختګ او د انساني پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای