د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د امنيت چارواکي د فبرورۍ په ۲مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ د دې هېواد په سينا ټاپووزمې کې نامعلومو وسله والو د طبيعي ګازو پايپ لاين الوځولی، خو چا ته پکې هيڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
بهرنيو رسنيو د مصر د امنيت چارواکي په قول خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۶ مخ پټو وسله والو په همدې ورځ د شمالي سينا ولايت د العريش ښار ته په ۸۰ کلومترۍ کې د طبيعي ګازوعځېدلی پايپ لاين په بمونو الوځولی. د دې پايپ لاين له لارې العريش او ځينو فابريکو ته طبيعي ګاز انتقال کېږي. د پېښې په ځای کې اور او لوګي رامنځته شوې او ځايي حکومتي ادارې د اور د مړه کولو لپاره طبيعي ګاز بند کړی دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې بريد مسئوليت پر خپل غاړه نه دی اخيستی.(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |