د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مشر ليان وې ليانګ د فبرورۍ په ۳مه نېټه بېجينګ کې وويل، د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له امله د چين پر اقتصاد باندې رامنځته شوې اغېزه د دې ويروس د وقايې او کنترول له پرمختګ او اثر سره اړه لري. داسې اغېزه پړاويزه او لنډمهالې ده او د چين د اقتصاد ښه تمايل به بدلون و نه کړي.
نوموړي په همدې ورځ د چين د دولتي مطبوعاتي دفتر په مطبوعاتي غونډه کې وويل، ځينی کسان په ۲۰۰۳ کال کې پر اقتصاد باندې د سارس د خپرې شوې د اغېزو له مخې د اوسنيو خپرېدونکو اغېزو پيشګويي کوي، خو اوس د چين د اقتصاد، توکو او د ناڅاپي پېښو د حل توان تر پخوا غښتلی دی. چين توان او باور لري چې د دې ويروس خپرېدل به ژر پای ته ورسوي او پر اقتصاد باندې د دې ويروس د خپرېدو اغېزه به تر ممکنه حد ډېره ټيټه کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |