CRI Online

د جاپان سمندري دفاعي پوځ د عامو خلکو مخالفت سر بېره منځني ختيځ ته حرکت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 14:24:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د سمندري دفاعي پوځ د تاکانامي په نوم جنګي بېړۍ د استخباراتو د راټولولو او د بېړيو د ساتنې لپاره د دې هېواد د کاناګاواـ کن له يوکوسوکا سمندري هډې (Commander Fleet Activities Yokosuka) څخه د منځني ختيځ په لوري حرکت کړی دی.

ياده جنګي بېړۍ به د روانې مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې په سمندر کې خپل هدف ته ورسېږي، چې له دوو P-3C ګزموې الوتکو سره ګډ عمليات تر سره کړي، هغه چې د جنورۍ له پيل راهيسې خپلې دندې پيل کړې دي. کله چې ياده جنګي بېړۍ له بندر څخه حرکت وکړ، څه باندې ۲۰۰ عامو خلکو د دې بېړۍ خوا ته د دوو کوچنيو بيړيو په چلولو سره احتجاج وکړ، او پر دې دوو کوچنيو بيړيو باندې « منځني ختيځ ته مه ځي» او « منځني ختيځ ته له لېږلو سره مخالفت کوو» شعارونه ليکل شوي وو. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای