د چين اړوندو څانګو د پسرلني اختر په موده کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره نړيوالې او کورنۍ الوتنې پرانيستې چې له امله يې د وو هان ښار په شمول عمده سيمو کې د مرستندويه مالونو او خلکو ته د اړتيا وړ شيانو د رسولو اړتياوې پوره شوې دي.
د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د فبروري په درېيمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د فبروري تر دوهمې نيټې پورې د چين پوستي ډله ييز شرکت د خپلو موټرو او ځانګړو الوتکو په وسيله وو هان ته د ماسکونو او درملو په شمول ۴۹ زره مرستندويه مالونه وليږدول.
سربېره پردې د چين يوولسو عمده انلاين تصديو هم په بازار کې د اړتيا وړ شيانو د شتون د تضمين لپاره مثبت رول لوبولی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |