د فبروري په دوهمه نېټه هغه تيزيس چې د هندي څېړونکو له خوا د جنوري په ۳۱مه نېټه د bioRxiv په نوم په بيولوژيکي څېړنيز مرکز کې خپور شوی او پکې وايي د نوي ډول کوررنا ويروس له لابراتور څخه سرچينه واخيسته،له حقيقتونو څخه د سرغړولو له امله لغوه شو.څو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو د خپلو څېړنو له لارې دا حقيقت په ډاګه کړی چې د ۲۰۱۹کال د نوي ډول کورونا ويروس له طبيعت څخه راغلی دی. اوس علمي څېړونکي د دغه ويروس پر جين څېړي او غواړي چې د دې ويروس د سرچينې او د ماښام ښاپيرګ په شمول نورو حيواناتو کې له پيدا شويو ويروسونو سره د اړيکو په باب معلومات تر لاسه کړي.
اوس په ګرده نړۍ کې ساينسپوهان د خپلو هېوادونو تر ملاتړ لاندې د نوي ډول کورونا ويروس پرضد د واکسين پيدا کولو په اړه څېړنې کوي.د دې ترڅنګ د چين حکومت هم په دې برخه کې په پرانيستې رويې سره له نورو هېوادونو سره همکاري کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |