CRI Online

په وو هان ښار کې د هو شن شان روغتون له نن څخه په نوي ډول کورونا ويروس د اخته شويو ناروغانو منل پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 18:32:33

د چين د وو هان د هو شن شان روغتون چې د جوړونې کارونه يې لس ورځې وړاندې پيل شو،د فبروري له درېيمې نيټې څخه په نوي ډول کورونا ويروس د اخته شويو ناروغانو منل پيل کړ.د چين ۱۴۰۰ پوځي ډاکترانو او نرسانو په دې روغتون کې د ناروغانو د درملنې دنده پر غاړه اخيستې ده.

د معلوماتو له مخې دغه روغتون زر بستريز دي او په عمده توګه په ياد ويروس د اخته شويو ناروغانو لپاره جوړ شوی. په دې وروستيو ورځو کې د وو هان هو شن شان او لۍ شن شان دوو روغتونونو جوړونه په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. نړيواله ټولنه پر دې حيرانه شوې چې چين په لسو ورځو کې د ياد روغتون د جوړولو کار بشپړ کړی.

په تېرو لسو ورځو کې وو هان ته د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه ورغلو ساختماني کارکوونکو د دې روغتون د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په پايله کې د هو شن شان روغتون جوړ شوی دی. د خبر له مخې د فبروري تر دويمې نيټې پورې د لۍ شن شان روغتون د جوړونې ۶۵ سلنه کارونه تر سره شوي او د فبروري په پنځمه نېټه به د ناروغانو منل پيل کړي.(غاټول)


1  2  3  4  5  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای