CRI Online

په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ په اړه د امريکا غبرګون له عادي کچې څخه وتلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 19:25:26

د چين دبهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په درېيمه نېټه په لومړۍ انټرنېټي خبري ناسته کې وويل چې په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوېناروغۍ په اړه د امريکا غبرګون له عادي کچې څخه وتلی او د دوی له خوا نيول شوي تدبيرونه د روغتيا نړيوال سازمان د وړانديز پر ضد دي.د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې ځينو هېوادونو په وار سره خپلو هېوادونو ته د چيني اتباعو د ورګ د محدودولو لپاره تدبيرونه نيولي دي. ددغه هيوادونوله جملې څخه امريکا چين ته سفر خپل هېواد ته ډېره لويه ننګونه بللې، او پرېکړه يې کړې چې د فبروري له دويمې نيټې څخه خپل هېواد ته د ټولوهغو بهرنيانو ننوتل منع کړي کوموچې په تېرو څوارلسو ورځو کې چين ته سفرکړی دی.وياندې هوا چون اينګ په دې اړه وويل چې د دې ناروغۍ پروړاندې زياترو هېوادونو د چين له خوا نيول شوي تدبيرونه وستايل او له چين څخه يې ملاتړ وکړ.خو په عين وخت کې ځينو نورو هېوادونو په تېره بيا امريکا د دې ناروغۍ په اړه له عادي کچې څخه زيات غبرګون ښودلی او د دوی له خوا نيول شوي تدبيرونه د روغتيانړيوال سازمان د وړانديز پرضد دي. ځينو امريکايي خبري رسنۍ او کارپوهان د امريکا له دريځ څخه شکايت لري. سربېره پردې چين هم دې ته پاملرنه کړې چې د کاناډا دروغتيا وزيرې په څرګنده ټوګه ويلي چې کاناډا به د امريکا په شان خپل هېواد ته دچينايانو او هغو بهرنيانو پر ورتګ بنديز ونه لګوي چې چين ته يې سفرونه کړي.

وياندې هوا چون اينګ زياته کړه چې چين په روښانه اومسؤلانه رويې سره د روغتيا له نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره همکاري پياوړیکوي او باور او توان لري چې په دې مبارزه کې بری ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای