CRI Online

چين به په خپل هېواد کې د بهرنيانو د پاملرنې وړ مسئلو د حل وفصل لپاره د اغيزمنو تدبيرونو نيولو ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 21:05:55

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په درېيمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ له پيدا کولو راهيسې د چين حکومت په خپل هېواد په تېره بيا په وو هان ښار کې د بهرنيانو په تېره بيا په وو هان ښار کې د بېلا بېلو هېوادونو د اتباعو خونديتوب او روغتيا ته ډېره پاملرنه کړې او د دوی د پاملرنې وړ مسئلو د حل وفصل لپاره يې اغيزمن تدبيرونه نيولي دي. چين باور او توان لري چې په دې مبارزه کې بری مومي او په روښانه او مسؤلانه رويې سره به له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ ته ادامه ور کړي تر څو د چينايانو او په چين کې د بهرنيانو خونديتوب او روغتيا وساتل شي.

هغه په همدې ورځ په انټرنېټي خبري ناسته کې وويل چې د چين د هو بۍ ولايت اړوندې څانګې په دې ولايت کې د ميشتو بهرنيانو لپاره د ۲۴ ساعتونو تليفوني لاين پرانيستلی او په رسمي ويبپاڼه کې پر وخت په انګليسي، الماني، روسي، جاپاني او کوريايي ژبو د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په باب اړوند معلومات وړاندې کوی.وياندې هوا چون اينګ زياته کړه چې د چين له خوا د نيول شويو تدبيرونو معيار د روغتيا نړيوال سازمان له خوا له ټاکل شويو اړوندو معيارونو څخه لوړ دی.نو بهرني دوستان په دې اړه اندېښنه نه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای