CRI Online

چين وايي هيله لري چې نړيواله ټولنه په عاقلانه رويې سره په دغه هېواد کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله پر رامنځته شوې ناروغۍ ځان ښه پوه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 21:08:14

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په درېيمه نېټه په بېجينګ کې وويل هيله لري چې نړيواله ټولنه په عاقلانه رويې سره په چين کې نوي ډول کورونا ويروس له امله پر رامنځته شوې ناروغۍ ځان ښه پوه کړي او په معقوله توګه له دې سره مقابله وکړي. چين غواړي چې په روښانه او مسؤلانه رويې سره له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي تر څو د چينايانو خونديتوب او روغتيا وساتي او په سيمه او نړۍ کې د عامه روغتيايي خونديتوب د ساتلو لپاره خپل خدمتونه وکړي.

هغې زياته کړه چې د فبروري تر دوهمې نيټې پورې د کوريا جمهوريت، جاپان، بريټانيا،فرانسې، ترکيې ، پاکستان او ايران په شمول د يوولسو هېوادونو او د م م د ماشومانو صدوق مرستندويه مالونه چين ته رسيدلي دي. سربېره پردې د ځينو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو دوستو شخصيتونو هم له بېلا بېلو لارو چارو له چين څخه ملاتړ کړی او کوي يې. چين له هغوي څخه مننه کوي، خو د امريکا حکومت لا اوس هم له چين سره رښتينې مرستې نه دې کړې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای