CRI Online

ګڼ شمېر طبي سازمانونو د نوي درمل "ريمډيسيوير" په اړه کلينيکي ازموينې ترسره کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 10:37:29

د چين د روغتيا او طبي چارو کميټې وياندې سونګ شو لي د فبرورۍ په ۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د نوي کورونا ويروس له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د درملو د څېړنې پرمختګ معرفي کړ. هغې وويل چې د درملنې په کار کې ډېرې نوي پلټنې شتون لري او ډېرو طبي سازمانونه د نوي درمل "ريمډيسيوير" په اړه کلينيکي ازموينې ترسره کوي.

وياندې سونګ وويل چې د ناروغۍ وضعيت له پرمختګ سره سم يادې کميټې او د چين د دوديزو درملو ادارې هم په دوامداره توګه د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول تجربې راټولې کړې او په ځانګړي ډول يې د "نوي کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ د تشخيص او درملنې پلان" خپور کړ کوم چې څلورمې نسخې ته رسېدلی.

ياد پلان په عمومي درملنه او شديد درملنه کې کارول شوي درمل په تفصيل سره تشريح کوي او خلک کولی شي د روغتيا او طبي چارو کميټې په رسمي ويبپاڼه کې مشخص معلومات وګوري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای