CRI Online

د ډونالډ ټرمپ د استضاح د قضيې په اړه د مخالفو او موافقو لوريوبيانونه واورېدل شول

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 10:40:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا مشرانو جرګې چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استضاح قضيې د سپيناوي په پروسه کې دی ، د فبرورۍ په ۳مه نېټه د قضيې د دواړو خواوو لنډيز بيانونه واورېدل شول. مشرانو جرګه به د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د استضاح د تورونو په اړه رايې ورکړي ترڅو معلومه کړي چې ايا ټرمپ به محکوم او له دندې لرې کړای شي او کنه.

په مشرانو جرګه کې دمخه تصويب شوي پرېکړه ليک له مخې ، د مشرانو جرګې ټول غړي به د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د ټرمپ پروړاندې د استضاح اړونو ۲ تورونو په اړه رايه ورکړي. ځکه چې د ټرمپ محکوميت او ګوښه کول د مشرانو جرګې غړو لږترلږه دوه پر درېيمه برخه ملاتړ ته اړتيا لري او اوس مهال په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند ۵۳ غړي ، ديموکرات ګوند ۴۵ غړي او د خپلواکي ډلې ۲ غړي شتون لري ، د عامه افکار په اند د ټرمپ د محکوميت او ګوښه کولو امکان لږ دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای