CRI Online

چين باور لري چې د غوره نظام درلودو په برکت به د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په مبارزه کې برياليتوب ومومي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 10:44:29

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي کميټې د فبرورۍ په ۳مه نېټه يوه غونډه جوړه کړه چې په کې د نوي کورونا ويروس له امله د رامنځته کېدونکې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په اړه د لارښوونکې ډلې او د اړوندو څانګو راپورونه واورېدل شول او د ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره د راتلونکو کارونو په اړه څېړنه وشوه. ياده غونډه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ تر سره شوه او نوموړي په کې يوه مهمه وينا هم وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اوس مهال ترټولو مهمه مسئله د پلي کېدو کارونو ته پاملرنه ده.

غونډې په ګوته کړه چې دغه ناروغي د چين د حکومتدارۍ سيسټم او توان لپاره يوه لويه ازموينه ده. اوس د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول کار مهمه دنده دا ده چې د ناروغانو درملنې لپاره هېڅ ډول هڅې ونه سپموي . په عين وخت کې له غونډې څخه وغوښتل شول چې د خلکو لپاره سبزيجات ، غوښې ، هګۍ ، شيدې او د ژوند نورې اړينې اړتياوې تامين کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای