CRI Online

ناروغي به د چين د اوږدمهاله اقتصادي پراختيا اساسات بدل نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 10:46:17

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مدير ليان وی ليانګ د فبرورۍ په ۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين پر اقتصاد د نوي کورونا ويروس له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ اغېزې د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په پرمختګ او اغېزې پورې اړه لري. دا اغېزه لنډمهاله او موقتي ده او د چين د اقتصاد اوږدمهاله مثبت اساسات به بدل نشي کړای. په همدې ورځ د چين د سوداګرۍ وزارت معين وانګ بينګ نان وويل چې چين باور او توان لري چې له ناروغۍ سره په مبارزه کې بريالی شي.

وانګ بينګ نان په خپلو خبرو کې وويل چې په نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د ښکته فشار د ډېروالي د مخنيوي اوسنيو حالاتو په وړاندې مبارزې په موخه د نړيوالې ټولنې لپاره لازمي ده چې د ستونزو د حلولو لپاره په ګډه کار وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای