CRI Online

د ايران ولسمشر غواړي له اروپايي هېوادونو سره اړيکې او همکارۍ ټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 10:58:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د فبرورۍ په ۳مه نېټه وويل، ايران غواړي له اروپايي هېوادونو سره د نظريو تبادلې او همکارۍ ټينګې کړي چې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون اړوندې مسئلې حل کړي.

د ايران خبري اژانس خبر ورکړ، چې روحاني په همدې ورځ د دې هېواد په پلازمېنه تهران کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسې له عالي رتبه استازي جوسپ بوريل فونتيليس سره په کتنه کې يادې خبرې کړې دي. روحاني وويل، اروپايي هېوادونو د ايران د اټومي مسئلې په تړون کې کړي ژمنې نه دي پوره کړې. که اروپايي هېوادونه کولی شي چې د دې تړون تر چوکاټ لاندې د ايران د اقتصادي ګټې ساتنه وکړي، نو ايران غواړي يو ځل بيا په دې تړون کې د خپله ژمنه پوره کړي.

روحاني لا هم له فونتيليس څخه هيله لري چې د ايران او اروپا ترمنځ د اړيکو ښه کېدو ته وده ورکړي.

(فرشته   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای