د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د فبرورۍ په ۳مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير پومپيو سره خبرې اترې وکړې. پومپيو چې له ازبکستان څخه په ليدنه بوخت دی د ازبکستان له ولسمشر سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکاريزو اړيکو د ژورولو او د اقتصادي، سيمه ييزو او امنيتي همکاريو د ټينګولو په برخو کې د نظريو تبادله وکړه.
پومپيو په دې خبرو اترو کې وويل،امريکا د ازبکستان له بېلابېلو اصلاحاتو، خپلواکۍ، حاکميت او د خاورې له بشپړتيا څخه ملاتړ کوي، غواړي د روغتيا په نړيوال سازمان کې د ازبکستان د ګډون لپاره پوره مرسته برابره کړي.
ميرضيايف وويل، د ازبکستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو راهيسې، د اقتصاد، تجارت، پيسو، زراعت، انرژۍ او تعليم په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ قدم په قدم زياتې شوې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |