د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د فبرورۍ په ۳مه نېټه وويل، که امريکا لا غواړي د تش په نامه « د منځني ختيځ د سولې لپاره نوې طرحه» اجرا کړي، فلسطين به له امريکا او اسرائيل سره امنيتي همکارۍ بندې کړي.
عباس په همدې ورځ د دې هېواد د کابينې په غونډه کې وويل، امنيتي همکارۍ د دې هېواد او امريکا د حکومت ترمنځ يوازينۍ اړيکې دي، که امريکا په دوامدار ډول « د منځني ختيځ د سولې لپاره نوې طرحه» تطبيق کړي، فلسطين به له امريکا سره اړوندې همکارۍ پرې کړي.
عباس وويل، په راتلونکې هفته کې به د م م په امنيت شورا کې د امريکا د يادې طرحې په اړه د فلسطين دريځ په ډاګه کړي او خپله طرحه به وړاندې کړي. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |